د مسلکي پرمختيا مرکز(PDC) او د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې اکاډمیکو آمریتونو لپاره نوي آمرین معرفي شول؛

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۷
bu

بغلان پوهنتون اړوند د مسلکي پرمختيا مرکز(PDC) او د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې آمریتونو لپاره نويو آمرینو معرفي غونډه کې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست پوهنمل ګل الرحمن رحماني، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل قاري محمد جاوید نسیمي، د پوهنځيو رئيسانو، یو شمیر استادانو او اداري کارکوونکو حضور درلود.

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي استاد ښاغلی پوهندوی دوکتور عبدالخالق نوري د استادانو مسلکي پرمختيا مرکز(PDC) د آمر او د کرنې پوهنځي استاد ښاغلی پوهنیار حماد امین د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې آمریت د آمر په توګه رسماً معرفي او دندې یې پیل کړې.

یاده غونډه کې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني تغییر او تبدیل اداري اصل وباله او د یادو آمریتونو پخوانیو آمرینو له کړنو او خدمتونو د ستاینې ترڅنګ نويو آمرینو ته په ورسپارل شوو مسؤلیتونو کې د بریالیتوب هيله وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۷
Background image

د مسلکي پرمختيا مرکز(PDC) او د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې اکاډمیکو آمریتونو لپاره نوي آمرین معرفي شول؛

بغلان پوهنتون اړوند د مسلکي پرمختيا مرکز(PDC) او د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې آمریتونو لپاره نويو آمرینو معرفي غونډه کې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست پوهنمل ګل الرحمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۳:۳۴
Background image

پوهندوی دوکتور نجیب الله رحمتزی د کرنې پوهنځي د رئیس په ټوګه وټاکل شو!

 

د بغلان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد ښاغلی پوهندوی دوکتور نجیب الله رحمتزی د کرنې پوهنځي د نوي رئیس په توګه وټاکل شو. د نوموړي د پېژندنې په مراسمو کې

د بغلان پوهنتون د علمي چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۳:۸
Background image

بغلان پوهنتون علمي شورا ناسته!

د بغلان پوهنتون د علمي شورا ناسته د دې پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل ګل الرحمن رحماني، د څېړنو او علمي مجلې. . .

BACK TO NEWS