بغلان پوهنتون کې د (٣) خالي بستونو لپاره د ٩٢ تنو ګډونکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه!

baghlan_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۴۶
BU

بغلان پوهنتون کې د افغانستان اسلامی امارت او د لوړوزده کړو وزارت د پالیسئ سره سم، کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د بغلان پوهنتون د دریو(٣) اداري بستونو لپاره د ٩٢ تنو په شرايطو برابرو ګډونکونکو څخه د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ د هدایت په اساس ټاکل شوې کميټې لخوا ازموینه واخيستل شوه.

د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور په خپلو وینا کې د ازموینې ګډونوالو ته په دې پروسه کې د روڼوالي (شفافيت) ډاډ ورکړ.

ورپسې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل ګل الرحمن رحماني او د بشري سرچینو آمر شفیق الله مسعود لخوا تر لازمو ویناوو او د پروسې د تشریح کولو څخه وروسته ازموینه په آرامه فضا کې واخیستل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۸:۵۷
Background image

بغلان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په مشرۍ څلور کسېزې کمېټې د بیلګه/ ممتاز محصل د غوراوي په موخه ناسته ترسره کړه.

دوه نی د ۱۴۴۶ هـ.س کال د ذوالحجه میاشتې ۵ مه، بغلان پوهنتون د بیلګه او ممتاز محصل د غوراوي په موخه د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل قاري محمد جاوید نسیمي  په مشرۍ  څلورکسیزه کمېټې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان پوهنتون له لوري د ثالث عمر (امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله) د ژوند او جهادي کارنامو په اړه علمي-فکري سیمینار وړاندې شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ-س کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه نیټه - بغلان پوهنتون فرهنګي کمیټې له لوري د ثالث عمر (امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله) د ژوند او جهادي کارنامو په اړه یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۰:۱۳
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته د ستراتیژیک، کاري او تطبیقي پلانونو د جوړولو څرنګوالي تر نامه لاندې یو ورځنی سیمینار تر سره شو.

دوشنبه د ۱۴۴۶ ه س کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۴مه، بغلان پوهنتون استادانو ته د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز(PDC) له لوري د ستراتیژیک، کاري اوتطبیقي پلانونو د جوړولو څرنګوالي تر نامه. . .

BACK TO NEWS