بغلان پوهنتون کې د زمري ۲۴مه ( دفتحې) درېيمه کليزه ولمانځل شوه!

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۵ - ۱۰:۴۳
BU

د زمري ۲۴مه (د امريکا او ناټو د ماتې، د اشغال د خاتمې  او د ا-ا-ا د بریا ورځ) د بغلان پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارکونکو، دبغلان ولایت درنو علمای کرامو او د دې ولایت غیور او مجاهد ولس له لوري د بغلان پوهنتون د امام قتيبة بن سعيد بغلاني (رح) په تالار کې د یوې شاندارې غونډې په ترسره کولو سره ولمانځل شوه.

پدې غونډه کې د بغلان پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلي مولوي لعل جان راشد، د بغلان ولایت د علماوو شورا غړي ښاغلي شیخ نعمت الله راشد، د بغلان ولایت د امر باالمعروف و نهی عن المنکر رئیس ښاغلي مولوي خلیل الرحمن حقاني، د بغلان پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئيسانو، استادانو، اداري کارکوونکو، محصلانو، او د رسنیو استازو ګډون درلود.

غونډه د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي نامزد پوهنیار مولوي عبدالهادي جواد په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د بغلان پوهنتون قدرمن رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست په وینا کې د غونډې ګډونوالو، مجاهدینو او د افغانستان ټول غیور او مجاهد ولس ته د دې ویاړلې ورځې مبارکۍ ترڅنګ، له امریکايي یرغل څخه د خپلواکۍ اخیستل د ټولو افغانانو ګډ ویاړ وبالو، همدا راز ده په خپلو خبرو کې د تېر شل کلن اشغال منفي اغېزې د ګران هېواد پر تحصیلي نظام خصوصاً د بغلان پوهنتون پر وضیعت او د امارت اسلامي له راتګ سره د بغلان پوهنتون په پرمختګ او لاسته راوړنو یې خبرې وکړې.

د بغلان ولایت مقام په استازیتوب د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلي مولوي لعل جان راشد د دې سترې بریا مبارکۍ ترڅنګ ګډونوالو ته هر اړخيزه وینا وکړه.

 ورپسې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني د ازادۍ ارزښت، د فتحې ورځې د نمانځنې شرعي حیثیت، د اسلامي امارت استقلالیت او لاسته راوړنې بیان کړې.

همدا راز پدې غونډه کې  د بغلان ولایت د علماوو شورا غړي ښاغلي شیخ نعمت الله راشد د غونډې ګډونوالو ته د دوی د دنیا او آخرت د فلاح او ښېرازۍ لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.

د بغلان ولایت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس ښاغلي مولوي خلیل الرحمن حقاني په خپلو خبرو کې وویل اوسنی امنیت او د سولې فضا الهي نعمت دی، باید له الله جل جلاله څخه د دې ستر نعمت په پار شکر ادا کړو، همدا راز یې زیاته کړه چې موږ او تاسې ټول سره وروڼه یو، راځئ چې په ګډه د قومي، ژبني او سمتي تعصب لمنه را ټوله کړو.

 د بغلان پوهنتون د استادانو په استازیتوب د دې پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل معین الدین نعیمی وینا وکړه. ښاغلي نعیمي د خپلواکۍ رول د یو هېواد په اقتصادي پرمختګ، د متخصصو اشخاصو څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالي او له طبیعي منابعو څخه د ګټې اخیستنې موضوعات بیان کړل.

همدا رنګه د بغلان پوهنتون د محصلانو په استازیتوب د شرعیاتو پوهنځي محصل ښاغلي محمد عمر خبرې وکړې.

یاده غونډه کې د بغلان پوهنتون استاد ښاغلي پوهنیار نصرت الله غښتلي، حماسي شاعر ښاغلي جهادي عمري، ښاغلي محمد بابه حقيار، ښاغلي عبدالبصیر احمدزي او ښاغلي قاري حقیار لخوا حماسي شعرونه وویل شول.

غونډه د شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي مولوي نورالله درویش په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی در دفتر کارش با معین وزارت تحصیلات عالی بلاروس دیدار و روی همکاری های علمی دو جانبه گفتگو کردند.

در این دیدار سرپرست وزارت تحصیلات عالی ضمن خوش آمد گویی به معین وزارت تحصیلات عالی کشور بلاروس و هیئت همراه شان، در رابطه به نظام تحصیلات عالی افغانستان معلومات همه جانبه ارایه کرد.

سر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۹:۸
Background image

د دیني مدارسو له فاضلانو څخه د عالیې او عالمیې مراحلو د آزموینې اخیستنې پروسه پیل شوه.

شنبه د ۱۴۴۶/ ۷/ ۱۰ ھ.س نېټه چې د ۱۴۰۳/ ۱۰ /۲۲ھ.ل نېټې سره برابره ده، د بغلان ولایت د دیني مدارسو له فاضلانو څخه د عالیې او عالمیې مراحلو ازموینې اخیستنې پروسه پداسې حال کې چې د لوړو زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

د بغلان پوهنتون د داخلي سړک د رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

 

د بغلان پوهنتون د داخلي سړک د رغونې پروژه د ۳ میلیونه او ۳ سوه زره افغانیو په ارزښت، د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ د بغلان پوهنتون له داخلي بودیجې څخه په چټکۍ سره روانه ده، چې. . .

BACK TO NEWS