د مسلکي پرمختيا مرکز(PDC) او د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې اکاډمیکو آمریتونو لپاره نوي آمرین معرفي شول؛

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۷
bu

بغلان پوهنتون اړوند د مسلکي پرمختيا مرکز(PDC) او د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې آمریتونو لپاره نويو آمرینو معرفي غونډه کې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست پوهنمل ګل الرحمن رحماني، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل قاري محمد جاوید نسیمي، د پوهنځيو رئيسانو، یو شمیر استادانو او اداري کارکوونکو حضور درلود.

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي استاد ښاغلی پوهندوی دوکتور عبدالخالق نوري د استادانو مسلکي پرمختيا مرکز(PDC) د آمر او د کرنې پوهنځي استاد ښاغلی پوهنیار حماد امین د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې آمریت د آمر په توګه رسماً معرفي او دندې یې پیل کړې.

یاده غونډه کې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني تغییر او تبدیل اداري اصل وباله او د یادو آمریتونو پخوانیو آمرینو له کړنو او خدمتونو د ستاینې ترڅنګ نويو آمرینو ته په ورسپارل شوو مسؤلیتونو کې د بریالیتوب هيله وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۹
Background image

بغلان پوهنتون کې د قرآن کریم غوره حافظانو د ټاکنې سیالۍ ترسره شوه.

سه‌شنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې ۲۰مه نیټه

بغلان پوهنتون کې د قرآن کریم غوره حافظانو سیالۍ ازموينه د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په مشرۍ، د دعوت او ارشاد آمریت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۲
Background image

رئیس پوهنتون بغلان از پوهنځی‌های زراعت و ژورنالیزم بازدید به عمل آورد

دوشنبه مورخ ۱۴۴۷/۱۰/۱۹ هـ.ق، مصادف با ۱۴۰۵/۰۱/۱۷ هـ.ش، محترم مولوی صدیق‌الله خالد منصور، رئیس پوهنتون بغلان و محترم وزیرمحمد مسعود مدیر عمومی دفتر که نیز ایشان را همراهی میکرد، به‌منظور. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «علمي کادر غړیو دندې او درسي مکلفیتونو لارښود تشریح» تر سرلیک لاندې د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز PDC له لوري یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

سیمینا. . .

BACK TO NEWS