د محصلانو چارو د مرستیال پوهنیار محمد جاوید نسیمی ژوندليک

پوهنیار محمد جاوید نسیمي د الحاج محمد نسیم زوی په کال ۱۳۶۸ھ.ل کې د بغلان ولایت، دوشي ولسوالۍ په یوې متدینې کورنۍ کې زيږیدلی. نوموړی د قرآن عظیم الشان د حفظ په موخه ګاونډي هېواد پاکستان ته سفر وکړ. د قرآن کریم له حفظ وروسته بیرته وطن ته راستون او په ۱۳۸۵ د دیني علومو زده کړې په موخه د کابل په عربي دارالعلوم کې شامل شو. د یاد دارالعلوم له دولسم ټولګي تر فراغت وروسته یې په کال ۱۳۸۸ د كانکور آزموینې له لارې د هرات پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ته لار وموندله. ښاغلي نسيمي د لارې لرې والي له امله د درې سمسترونو له لوستلو وروسته ځان د بلخ پوهنتون ته تبدیل او په ۱۳۹۱ کال کې د بلخ پوهنتون، شرعیاتو پوهنځي له اسلامي تعليماتو څانګې فارغ شو.

حافظ محمد جاوید نسیمي په ۱۳۹۲ کې د آزاد رقابت له لارې د بغلان پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې کادري بست ته بریالی شو. نوموړي له ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۷ د دې څانګې د آمر په توګه دنده ترسره کړې. ښاغلی نسیمي په ۱۳۹۷ کې د ننګرهار پوهنتون ماسترۍ برنامې ته معرفي او په ۱۳۹۹ کې یې د ماسترۍ برنامې له تیزس څخه په بریالۍ توګه دفاع وکړه او بغلان پوهنتون ته په راستنیدو یې تدریس ته دوام ورکړ چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره په کال ۱۴۰۱ کې د بغلان پوهنتون، محصلانو چارو د مرستیال په توګه معرفي شو او تر دې مهاله همدا مسؤلیت ور له غاړې دی.