د بغلان پوهنتون اداري کارکوونکو لپاره اصلاحي ـ تربيتي سمینار ترسره شو!

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۱۴
BU

د بغلان پوهنتون دعوت او ارشاد مسؤلینو د خپلو اصلاحي او تربیتي سمینارونو په دوام یو ځل بیا د دې پوهنتون اداري کارکونکو لپاره د حسنه اخلاقو او د وخت ارزښت تر عنوان لاندې یو ورځنی اصلاحي-تربیتي سیمنار د دې علمی بنسټ د امام قتيبة بن سعيد بغلاني(رح) د غونډو په تالار کې ترسره کړ.

یاد سمینار د قرآنکريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د بغلان پوهنتون ملا امام مولوي احمد ولي مسلم د خوږ نبی کریم (ص)د اخلاقو او سیرت بیانولو تر څنګ د وخت ارزښت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

ورپسې د بغلان پوهنتون ریئس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور د حضرت محمد ص د اخلاقو د بیانولو ترڅنګ په اسلامي ټولنه کې د تعصب زیانونو موضوع بیان کړه.

په پای کې سمینار د بغلان پوهنتون د مبلغ مولوي حاجي اکبر نعماني په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی دیني ـ علمي سیمینار پیل شو.

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ س کال د رجب المرحب میاشتې په ۲۴مه

د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت او لارښوونو پر بنسټ، د بغلان پوهنتون او حکیم سنايي خصوصي پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

 

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.س کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۱مه نېټه

د مالیې وزارت له لوري «د افغانستان مالياتي نظام» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د بغلان پوهنتون اقتصاد او شرعیاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۴۶
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعا سره د ۲۶۰۰ علماء کرامو او پوهنتونونو استادانو د بیعت کتاب بشپړ او ژر به د لوستونکو په واک کې ور کړل شي.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د «سمعاً وطاعةً یا امیرالمؤمنین حَفِظَکَ اللهُ تَعَالی وَ رَعَاکَ» په نوم یاد کتاب، چې په ۲۹۵ صفحو مشتمل دی ډېر ژر به د لوستونکو په واک کې ورکړل شي.

په. . .

BACK TO NEWS