د بغلان ولايت د ۱۴۰۳کال کانکور ازموینه پای ته ورسېده
نن ورځ جمعه د ۱۴۰۳ ھ.ل کال د چنګاښ مياشتې اتمه نېټه د بغلان ولایت عمومي کانکور ازموینې پروسه د بغلان پوهنتون د مسؤلینو د ازموینې ملي ادارې څخه راغلې پلاوي او ممتحنينو دڅارنې لاندې په شفاف توګه د امن په فضا کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې سږ کال د بغلان ولایت په کانکور ازموینه کې ۲۷۱۵ کسانو ګډون کړې و.