بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۲ کال په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې خپرو شویو څېړنیزو مقالو د موندنو وړاندې کولو علمي کنفرانس.

baghlan_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۱۴
bu

د استادانو علمي څېړنیزو مقالو د موندنو وړاندې کولو علمي کنفرانس چې د يوې ورځې (وږي۲۰مه) لپاره ترسره شو چې په کې د بغلان ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن ح-ق-ا-ن-ي، د بغلان ولايت، ولايتي رئیسانو، د امارتي او خصوصي بنسټونو مسئولینو، متخصصینو او کارپوهانو د بغلان پوهنتون رهبرۍ او استادانو ګډون درلود. د غونډې په لومړنیو خبرو کې، د بغلان ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن ح-ق-ا-ن-ي او د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور د اسلام مبارک دین له نظره د علمي څېړنو پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې، او همدارنګه د بغلان پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال پوهندوی امین الله فطرت د څېړنیزو فعالیتونو د اړتیا، د علمي څېړنو په پرمختګ او د ټولنې په پراختیا کې د علمي څېړنو رول، او د لوړو زده‌کړو وزارت پالیسیو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

په دې علمي کنفرانس کې د بغلان پوهنتون استادانو له لوري د علمي - څېړنیزو مقالو موندنې وړاندې شوې، چې په کې د څېړونکو لخوا، دولتي ادارتو، خصوصي سکتور او مؤسساتو لپاره ګټور او اغېزمن وړاندیزونه او لارې چارې وړاندې شوې او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. د یادونې وړ ده چې په دې علمي کنفرانس کې وړاندې شوې مقالې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د بغلان پوهنتون په ملي ژورنالونو او همداراز نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې خپرې شوې وې.

وړاندې شوې مقالې د بشري علومو، کرنې، اقتصاد، کانونو، ریاضیاتو او فزیک برخو کې وې.

دغه علمي کنفرانس د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل ګل الرحمن رحماني، لخوا تر ارزونې او د مقالو وړاندې کوونکو ته د ډالیو او ستاینلیکونو وېشلو وروسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۳:۳۴
Background image

پوهندوی دوکتور نجیب الله رحمتزی د کرنې پوهنځي د رئیس په ټوګه وټاکل شو!

 

د بغلان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد ښاغلی پوهندوی دوکتور نجیب الله رحمتزی د کرنې پوهنځي د نوي رئیس په توګه وټاکل شو. د نوموړي د پېژندنې په مراسمو کې

د بغلان پوهنتون د علمي چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۳:۸
Background image

بغلان پوهنتون علمي شورا ناسته!

د بغلان پوهنتون د علمي شورا ناسته د دې پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل ګل الرحمن رحماني، د څېړنو او علمي مجلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۵
Background image

له بغلان پوهنتون څخه د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ازونې ریاست پلاوي لیدنه!

 

شنبه د ۱۴۴۶/ ۴/ ۱۶ ھ.س نېټه چې د ۱۴۰۳/ ۷ / ۲۸ھ.ل نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست د فوق لیسانس برنامو د څارنې او ارزونې آمر ښاغلي قاضي. . .

BACK TO NEWS