بغلان پوهنتون ته د نویو محصلانو، ښه راغلاست غونډه!

baghlan_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۱:۵۲

دوشنبه ۱۴۴۶/ ۳/ ۶ ھ.س نېټه چې د ۱۴۰۳/ ۶/ ۱۹ھ.ل نېټې سره برابره ده بغلان پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د اکاډمیک چاپيریال سره د پېژندګلوۍ په موخه غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه کې د بغلان پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مولوي اسدالله مصطفی هاشمي، د بغلان پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو،اداري کارکونکو او محصلانو په کې ګدون درلود د دې علمي بنسټ د امام قتیبة بن سعید البغلاني (رح) په تالار کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د بغلان پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور د پرانیستې وینا وکړه،‌ هغه په خپلې وینا کې نویو محصلانو ته د ښه راغلاست تر څنګ دوی و هڅول تر څو خپل سیرت او صورت د خوږ نبي کریم (ص) د سنتو مطابق جوړ کړي او خپلې مسلکي زده کړې د شریعت او اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره کړي. ور پسې د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مولوي اسد الله مصطفی هاشمی ګډونوالو ته هر اړخیزه وینا وکړه، دبغلان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل قاري محمد جاوید نسیمي د لوړو زده کړو وزارت د نظم او دیسپلین لایحه تشریح کولو تر څنګ محصلانو ته د دوی مسؤلیتونه د تحصیل په بهیر کې واضح کړل، ورپسې د بغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل حیدر غلامي د کریدیت لایحه تشریح کړه.

غونډه د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي نورالله درویش په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۹
Background image

بغلان پوهنتون کې د قرآن کریم غوره حافظانو د ټاکنې سیالۍ ترسره شوه.

سه‌شنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې ۲۰مه نیټه

بغلان پوهنتون کې د قرآن کریم غوره حافظانو سیالۍ ازموينه د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په مشرۍ، د دعوت او ارشاد آمریت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۲
Background image

رئیس پوهنتون بغلان از پوهنځی‌های زراعت و ژورنالیزم بازدید به عمل آورد

دوشنبه مورخ ۱۴۴۷/۱۰/۱۹ هـ.ق، مصادف با ۱۴۰۵/۰۱/۱۷ هـ.ش، محترم مولوی صدیق‌الله خالد منصور، رئیس پوهنتون بغلان و محترم وزیرمحمد مسعود مدیر عمومی دفتر که نیز ایشان را همراهی میکرد، به‌منظور. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «علمي کادر غړیو دندې او درسي مکلفیتونو لارښود تشریح» تر سرلیک لاندې د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز PDC له لوري یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

سیمینا. . .

BACK TO NEWS