بغلان پوهنتون کې د OBE-SCL(د پایلې پر بنسټ ولاړه - محصل محوره زده کړه) تر نامه لاندې لس ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د بغلان پوهنتون، د مسلکي پرمختیا مرکز(PDC) له لورې د استادانو علمي مهارتونو او دښوونیز بهیر کیفیت د لوړولو لپاره د یاد علمي بنسټ د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې پیل شو.
یاد ورکشاپ د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهنیار طیب مصلح له لوري د قرآن مجید په څو مبارکو آیتونو سره پیل شو. ورپسې د بغلان پوهنتون د مسلکي پرمختيا مرکز آمر ښاغلي پوهنیار عبدالخالق نوري له لوري دیاد ورکشاپ اړوند موضوعاتو تر څنګ د پایلې پر بنسټ ولاړه او محصل محوره زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې.
همدا راز د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني د دې سیمنار د موخو او ارزښت بیانولو تر څنګ یې یاد ورکشاپ د استادانو د ښوونیز بهیر کیفیت د لوړولو لپاره مهم وباله.
دا سیمنار به د دوو تنو استادانو هر یو د کندز پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل محمد شریف حسن زوی او د بغلان پوهنتون استاد ښاغلي پوهنیار سید احمد عاصم هاشمي له لوري د خپلو تجربو پر مټ وړاندې شي .
د یادونې وړ ده چې یاد سیمنار به لس ورځې دوام ولري.