خبرتیا!
بغلان پوهنتون ریاست د یاد پوهنتون دننه کانتین چې د حسین خیلو سیمه کې موقعیت لري، د کرایې ورکولو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کوي، هغه کسان چې غواړي په یاده پروسه کې ګډون وکړي، د خبرتیا له خپریدو وروسته تر (۷) ورځو پورې کولای شي خپل غوښتنلیکونه بغلان پوهنتون ریاست ته وسپاري او هغه نېټه، چې د یادې ادارې له لوري ټاکل کېږي، د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون لپاره مراجعه وکړي. د داوطلبۍ لپاره د (۱۰۰۰۰) لس زره افغانیو نغدي تضمین اخېستل کېږي.
بغلان ولایت پلخمري ښار، شپږمه ناحیه د حسین خیلو سیمه