د بغلان او کندز پوهنتونونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

baghlan_admin
Sun, May 11 2025 3:15 PM
bu

یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ س کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۳مه یاده ناسته کې د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور  د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني د محصلاو چارو مرستیال پوهنمل قاری محمد جاوید نسیمی او د بغلان پوهنتون یو شمېر استادانو  په ګډون د کندز پوهنتون رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالهادي همت، علمي مرستیال ښاغلي پوهنمل غلام نبي څپاند، او د زراعت پوهنځي رئیس ښاغلي ګل آغا صادق ګډون درلود.

د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د کندز پوهنتون د پلاوي د راتګ ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ډول ناستې کولی شي د هیواد د لوړو زده کړو نظام ته وده ورکړي. همداراز، د کندز پوهنتون رئیس ښاغلي عبدالهادي همت هم د بغلان پوهنتون له کوربه‌ توب څخه مننه وکړه او د دوامداره همکاریو ژمنه یې څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې په یاده ناسته کې د شمال او شمال ختیځ زون د پوهنتونونو ترمنځ د ګډو برنامو جوړولو په اړه تفصیلي بحثونه تر سره شول.

نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS