بغلان پوهنتون استادانو لپاره د Turnitin حساب پرانیستلو او ادبي غلا څخه د مخنیوي په اړه د پوهاوي ښوونیز سیمینار تر سره شو.

baghlan_admin
Sat, Mar 15 2025 1:01 PM
bu

پنج شنبه د ۱۴۴۶ س کال د رمضان المبارک میاشتې دولسمه بغلان پوهنتون د علمي تحقیقاتو معاونیت له لورې استادانو لپاره د Turnitinحساب پرانیستلو او ادبي غلا څخه د مخنیوي تر عنوان لاندې د پوهاوي ښوونیز سیمینار د دې پوهنتون د تکنالوژي معلوماتي مرکز ITC په تالار کې ترسره شو.

یاد سیمینار د بغلان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي ډیپارتمنت آمر ښاغلي فخرالدین امین له لورې د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شو، ورپسې د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور د ادبی غلا د مخنیوي او د علمي اخلاقو د امانت دارۍ په اصل باندې ټینګار وکړ.

همداراز یاد سیمینار د بغلان پوهنتون د علمي مجلې آمر ښاغلي پوهندوی مهرالله مهر له لوري وړاندې شو چې په ګڼو موضوعاتو لکه د ادبي غلا څخه د مخنیوي لپاره د Turnitin نرم افزار پیژندنه او د کارونې لارې چارې او د ادبي غلا ډولونه او نورو مهمو موضوعاتو په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړه.

د یاد سیمینار په ترڅ کې د بغلان پوهنتون د علمي څیړنو مرستیال ښاغلي پوهندوی امین الله فطرت د وړاندې شوو مطالبو ټولونې او ارزونې تر څنګ د علمي څیړنو د لوړولو لپاره د اړتیا وړ توکو پیاوړتیا او سمون باندې ټینګار وکړ.

په پای کې یاد سیمینار د خیر په دعایه او د څیړونکو او استادانو د بریالیتوب په هیله پای ته ورسید.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS