د ۱۴۰۲کال د کانکور ازموینې خبرتیا

baghlan_admin
BU

د ۱۴۰۲ھ.ل کال د عمومي کانکور، دیني مدرسو د فارغانو، څوارلسم پاسانو او د علمای کرامو د عالیه او خامسه دورو د تثبیت آزموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کیږي چې: د معلوماتو ثبت به یې سه شنبه او چهارشنبه (د چنګاښ د میاشتې۲۷ او ۲۸ مه) نېټه د بغلان پوهنتون نساجۍ کلوپ سیمه کې او آزموینه یې د پنجشنبې او جمعې په ورځو (د چنګاښ میاشتې په ۲۹ او ۳۰مه نیټه) د بغلان پوهنتون په حسین خیلو سیمه کې اخیستل کیږي

• د هغو ګډونوالو آزموینه چې د پنجشنبې په ورځ ده د بایومتریک معلومات سبا سه شنبه د سهار له ۶:۳۰ د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو ثبت کیږي

• د دیني مدرسو د فارغانو، څوارلسم پاسانو، علمای کرامو او د هغو ګډونوالو چې آزموینه یې د جمعې په ورځ ده د بایومتریک معلومات د چهارشنبې په ورځ ثبت کیږي.

• د راتګ په وخت په آزموینه کې د ګډون کارت او د پیژندپاڼې یا پاسپورت اصل له ځان سره لرل حتمي دي