بغلان پوهنتون د ۱۴۰۳ ھ.ل کال عمومي فراغت غونډه!

baghlan_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۴۲
BU

یکشنبه ۱۴۴۶ ھ.س کال صفر المظفر میاشتې ۲۱ نېټه چې د ۱۴۰۳ ھ.ل کال د وږي میاشتې ۴ نېټې سره سمون لري، بغلان پوهنتون کې د سږ کال فارغانو، فراغت غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د بغلان پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د ولایتي ادارو مسؤلینو، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئيسانو، استادانو، محصلانو، د فارغ شویو فارغانو کورنیو، علماوو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور د پرانیستې وینا وکړه؛ هغه په خپله وینا کې فارغانو او کورنیو ته یې د دې ستر ویاړ مبارکۍ ترڅنګ د علم پر اهمیت خبرې وکړې. ورپسې د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د غونډې ګډونوالو ته هر اړخيزه وينا وکړه.

 د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني په خپله وینا کې د افغانستان اسلامي امارت د بیا راتګ سره د بغلان پوهنتون لاسته راوړنې بیان کړې، همدا راز، ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د لوړو زده وزارت په ځانګړي توګه د بغلان پوهنتون وروستۍ لاسته راوړنې ددې ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت لوړو زده کړو ته یو ژمن نظام دی. د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار قاري محمد جاوید نسیمي  په خپله وینا کې  فارغانو ته لازمې سپارښتنې وکړې، همدا راز ښاغلي نسیمي په خپلو خبرو کې له مسؤلینو وغوښتل چې نویو فارغانو ته د کار زمینه برابره کړي تر څو دغه ځوانان د هېواد په ودې او پرمختګ کې برخه واخلي. ورپسې د فارغ شویو محصلانو د کورنیو په استازیتوب قومي مشر حاجی عبدالرحمن خبرې وکړې، ده په خپلو خبرو کې د بغلان پوهنتون له رهبرۍ او استادانو څخه د دې شانداره او پرتمینې غونډې په پار مننه وکړه. د فارغ شویو محصلانو په استازیتوب د شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ شوي محصل عبدالله وینا وکړه هغه په خپلو خبرو کې له مسؤلینو غوښته وکړه ترڅو دوی ته موکه ورکړي چې د خپل هېواد په آبادولو کې ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده چې سږ کال د بغلان پوهنتون له اووګونو پوهنځیو ( ښوونې او روزنې، شرعیاتو، ادبیاتو او بشري علومو، انجنيري،اقتصاد، کرنې، او ژورناليزم) څخه ۵۲۳ تنه فارغ شول.

غونډه دبغلان ولایت د دینی عالم مولوي عبدالرحمن عمري په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱
Background image

بغلان پوهنتون استادانو لپاره د Turnitin حساب پرانیستلو او ادبي غلا څخه د مخنیوي په اړه د پوهاوي ښوونیز سیمینار تر سره شو.

پنج شنبه د ۱۴۴۶ س کال د رمضان المبارک میاشتې دولسمه بغلان پوهنتون د علمي تحقیقاتو معاونیت له لورې استادانو لپاره د Turnitinحساب پرانیستلو او ادبي غلا څخه د مخنیوي تر عنوان لاندې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۵
Background image

بغلان پوهنتون استادانو لپاره د SCL-OBE(د پایلې پر بنسټ ولاړه-محصل محوره زده کړه) تر نامه لاندې ورکشاپ پای ته ورسید.

ياد ورکشاپ د دوو تنو استادانو هر یو د کندز پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل محمد شریف حسن زوی او د بغلان پوهنتون استاد ښاغلي پوهنیار سید احمد عاصم هاشمي له لوري وړاندې شو.

د بغلان پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۱:۳
Background image

بغلان پوهنتون کې د بغلان ولایت د نیالګیو کینولو کمپاین ترسره شو.

چهارشنبه ۱۴۴۶ ه‍ س کال د شعبان المعظم میاشتې شلمه بغلان پوهنتون کې د بغلان ولایت د نیالګیو کینولو کمپاین د دې ولایت د چاپیریال ساتنې ادارې په همغږۍ د "نیالګي کینوئ خپل هیواد سمسور کړئ". . .

BACK TO NEWS