بغلان پوهنتون محصلانو د مونوګراف او مقاله ليکنې ښوونيز سمينار پای ته ورسید.

baghlan_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۴:۴۸
bu

بغلان پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د محصلانو چارو معاونیت سره په همغږۍ د ياد پوهنتون د اووه ګونو پوهنځيو محصلانو ته د مونوګراف او مقاله ليکنې تر سرليک لاندې ښوونيز سمينار په برياليتوب سره پای ته ورسيد.

دغه سمينار د ترتيب شوي مهالويش سره سم د ۱۴۰۴کال د ثور مياشتې له ۱۷ تر ۱۸ نېټې پورې د دوو ورځو په ترڅ کې تر سره شو. ياد سمينار د شرعياتو پوهنځي د محصل ښاغلي سردارولي لخوا د قران کريم په څو مبارکو آيتونو پيل شو. ور پسې د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل محمدجاويد نسيمي د غونډې د پرانستې وينا لپاره دريځ ته را وبلل وشو. نوموړي په خپلو خبرو کې محصلان خپلو مسوليتونو ته متوجه کړل. بيا په ترتيب د بغلان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنيار سخي بخش اسدي د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تاليف او ژباړې رياست د نوې تګلارې او لارښود پر بنسټ د معياري مونوګراف ليکنې په عمومي جوړښت، چې په پينځو فصلونو کې بشپړېږي، محصلانو ته په تفصيل خبرې وکړې. نوموړي د پروجکتور پر مټ د هر څپرکي موضوعات د سلايډونو په واسطه په ډېر ښه او تفصيلي شکل وړاندې کړل. په لومړي څپرکي کې چې د څېړنې کليات( سريزه، د مسالې بيان، دڅېړنې موخه، د څېړنې اهميت، د څېړنې پوښتنې) دي؛ تشرېح کړل. په دويم څپرکي کې د څېړنې په مخينه، په درېيم څپرکي کې د څېړنې په موادو او روش، په څلورم څپرکې د څېړنې په موندونو او پايلو او په وروستي څپرکي کې د مناقشې، پايلې، وړانديزونو او ماخذ ليکنې په اړه خبرې اترې او توضيحات وړاندې کړل. وروسته محصلانو ته د سوال او ځواب موقع ورکړل شوه، کومې پوښتنې چې مطرح شوې د استاد اسدي لخوا په ښه، مفصله او د محصلانو د قناعت وړ ځواب شوې.

د اسدي صاحب له مالوماتو وروسته د بغلان پوهنتون د علمي څېړنو معاون پوهندوی امين الله فطرت محصلانو ته د لارښود استاد پر دندو، د مونوګراف ليکنې پر وخت د موضوع د ثبت او د هغې د طی مراحلو په اړه د محصل مکلفيتونه واضح کړل. نه يوازې دا؛ بلکې محصلان يې د داسې موضوعاتو لیکلو ته تشویق او وهڅول، چې کاربردي اړخ ولري او زموږ د ټولنې اړتیاوې پوره کړي. د دې ځانګړتیا ترڅنګ باید د مونوګراف موضوعات د اسلامي امارت پالیسو ته په پام د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو خلاف نه وي او په دې توګه يې خپلې خبرې راغونډې او د لومړۍ ورځې پروګرام ختم کړ.

د سمينار دويمه ورځ، د ټاکلي مهالوېش له مخې د کرنې پوهنځي د محصلانو لپاره ځانګړې شوې وه. هلته هم د غونډې پيل د قران عظيم الشان په مبارکو آيتونو و شو. د علمي څېړنو معاون پرانيستې وينا وکړه. ورپسې استاد سخي بخش اسدي د لومړۍ ورځې پشان خپل ترتيب شوي مواد، د سلايډونو له لارې محصلانو ته تشرېح کړل. غونډه د علمي څېړنو د آمر په خبرو او دعايه پای ته ورسېده.

نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

هیئت رهبری پوهنتون قندهار در یک سفر علمی از پوهنتون بغلان دیدار کرد؛ تفاهم‌نامه همکاری علمی میان دو پوهنتون به امضا رسید

امروز یکشنبه 26 محرم الحرام 1448ه.ق هیئت رهبری پوهنتون قندهار محترم پوهنیار مولوی سیف‌الله سعید، معاون امور علمی، محترم پوهنیار دوکتور رحمت‌الله پښتون معاون تحقیقات و مجله علمی، محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

یکشنبه- د ۱۴۴۸ هـ س کال د محرم الحرام میاشتې ۱۲مه نېټه

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې په رسمي ډول پیل شوې.

د ازموینو د ړونتیا او منظم بهیر د رامینځته کولو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۱۷
Background image

سمینار علمی پیرامون «فقر و عوامل آن» برای محصلان پوهنځی اقتصاد پوهنتون بغلان برگزار گردید

امروز، ۲۳ ذوالحجه‌الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق، سمینار علمی تحت عنوان «فقر و عوامل آن» از سوی پوهنځی اقتصاد پوهنتون بغلان برای محصلان صنف چهارم دیپارتمنت‌های سه‌گانه این پوهنځی برگزار گردید. هدف از. . .

BACK TO NEWS