لوګر د لوړو زده کړو موسسې محصلانو د بغلان له طبیعي منابعو لیدنه وکړه.

baghlan_admin
Sun, Jun 22 2025 2:39 PM
BU

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوژي او معدن پوهنځي د مفیدو جامدو موادو د استخراج څانګې (۴۰) تنو محصلانو د بغلان پوهنتون په همغږۍ د یاد ولایت له مهمو معدني او صنعتي ځایونو څخه علمي لیدنه وکړه.

یاد علمي سفر چې ۵ ورځې دوام درلود، د غوري سمنټو فابریکې، د کرکر ډبرو سکرو کان، دودکش آهندره او خورد درې ساحو ته ترسره شو، چې موخه‌ یې د محصلانو مسلکي پوهې پیاوړي کول، د عملي تجربو ترلاسه کول، او د درسي مفاهیمو تطبیق و.

په دې علمي سفر کې محصلانو د یادو منابعو د استخراج، تولید، او پروسس پروسې له نږدې وکتلې. د فابریکو انجنیرانو او مسوولینو د تکنالوژۍ، ماشینونو او د استخراج پر بهیر محصلانو ته وضاحت ورکړ.

دغه راز، د بغلان پوهنتون رهبرۍ د دې علمي لیدنې هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د نورو تحصیلي بنسټونو سره به هم ورته همکارۍ ته دوام ورکوي.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS