بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.
بغلان پوهنتون استادانو ته د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC) له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز(ICT) تالار کې وړاندې شو.
یاد سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د بغلان پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز آمر، ښاغلي پوهندوی عبدالخالق نوري، د سیمینار پرانیستونکې وینا ترسره کړه. نوموړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د عصري ښوونیزو میتودونو د پیاوړتیا او پرلیکه(انلاین) زدهکړو پر ارزښت ټینګار وکړ.
ورپسې د بغلان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهیالي محمودالله ثاقب د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د نويو او عصري ښوونیزو ماډلونو ډولونه، د ديجیتل ښوونیزو منځپانګو ډولونه، د ښوونیزو ویډیوګانو د ثبت عملي لارې، د افغانستان اوسني ښوونیز وضعیت او د زده کړو د اغېزمنتیا د لوړولو مهم ټکي په تفصیل سره تشریح کړل.
په همدې لړ کې د ګډونوالو پوښتنو ته د موضوع اړوند لازم ځوابونه ورکړل شول او په پای کې سیمینار د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
