بغلان پوهنتون کې د بغلان ولایت د نیالګیو کینولو کمپاین ترسره شو.

baghlan_admin
Thu, Feb 20 2025 11:03 AM
bu

چهارشنبه ۱۴۴۶ ه‍ س کال د شعبان المعظم میاشتې شلمه بغلان پوهنتون کې د بغلان ولایت د نیالګیو کینولو کمپاین د دې ولایت د چاپیریال ساتنې ادارې په همغږۍ د "نیالګي کینوئ خپل هیواد سمسور کړئ" تر شعار لاندې پیل شو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه په دغه کمپاین کې د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور سربیره د بغلان ولایت د مقام د دفتر رئیس ښاغلي مولوي لعل جان راشد، د چاپیریال ساتنې ادارې رئیس ښاغلي مفتي محمد اسماعیل واحدیار، د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ريئس ښاغلي مولوي اسدالله مصطفی هاشمي، د کار اوټولنیزو چارو رئس ښاغلي قاري نصرت الله پارسا، د بغلان ولايت د اقتصاد رئیس دبغلان ولایت د اوبو او انرژۍ رئیس ، د بغلان ولایت د صنايعو او سوداګرۍ خونې رئیس د آقاخان دفتر استازي او نورو مسؤلینو ګډون درلود.

 همدا راز د بغلان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو هم حضور درلود او دنیالګیو د کینولو په برخه کې یې خپله ونډه درلوده.

 د بغلان ولایت دچاپیریال ساتنې ادارې رئیس ښاغلي مفتي محمد اسماعیل واحدیار د چاپیریال ساتنې بر ارزښت خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې دنیالګیو کینول د طبیعي سرچینو په ساتنه کې مهم رول لري ورپسې د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مولوي اسدالله مصطفی هاشمي هیوادوال وهڅول تر څو د نیالګیو کینولو کلتور وپالي، ورپسې د بغلان ولایت د مقام د دفتر رئیس ښاغلي مولوي لعل جان راشد د اسلام مبارک دین له پلوه د نیالګیو کینولو په ارزښت او ګټو خبرې وکړې، او په پای کې د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور د بغلان ولایت مقام له مشرتابه او د چاپیریال ساتنې ادارې څخه مننه وکړه چې د نیالګیو کینولو کمپاین پیلیزې غونډې لپاره  بغلان پوهنتون غوره کړی وو،  همداراز د دې ولایت خلکو څخه يې وغوښتل چې د نیالګیو کینولو او ساتنې ته لازمه توجه وکړي.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS