بغلان پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره درې ورځنی دیني- علمي سیمنار پیل شو.

baghlan_admin
Sun, Feb 16 2025 1:41 PM
bu

نن شنبه د ۱۴۴۶ھ س کال د شعبان المعظم میاشتې ۱۶ نیټه بغلان پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د دعوت ارشاد ریاست له لوري درې ورځنی دینې - علمي سیمنار پیل شو

یاد سیمنار چې د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د بغلان د امربالمعروف ونهی عن المنکر ريس ښاغلي مولوي خلیل الرحمن راشد او د بغلان ولایت د جهادي مدرسې استاد ښاغلي شیخ عبدالباري فقیري ګډون درلود د یاد پوهنتون د امام قتیبة بن سعید بغلاني(رح) د غونډو په تالار کې پیل شو.

د سیمنار په پرانیستونکې وینا کې د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور د سیمنار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې اسلامي نظام د ډیرو قربانیو په نتیجه کې لاس ته راځي او زیاته یې کړه چې اتفاق او اتحاد یوازې په اسلامي نظام کې راځي او محور یې یوازې کلمه ده.

همدا راز د بغلان ولايت امر بالمعروف و نهی عن المنکر رئیس ښاغلي مولوي خلیل الرحمن راشد د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سنتو اتباع او اهمیت همدا راز د ږیرې په اهمیت او منزلت، په اسلام کې د ښځو مقام ،حقوق، واجبات او په ځانګړي ډول د حجاب اړوند یې ګډونوالو ته وینا وکړه او همداراز زیاته يې کړه "د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د اتباعو برکت دی چې موږ او تاسو په نړۍ کې غوره امت یو"

په یاد سیمنار کې د بغلان ولايت د جهادي مدرسې استاد ش-ی-خ عبدالباري فقیري د اخلاص زهد تقوا د نیت اصلاح، د ایمان تعریف او دشعبو د بیان په هکله یې ګډونوالو ته وینا وکړه.

د یادونې وړ ده چې یاد سیمینار به درې ورځې دوام ولري.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS