بغلان پوهنتون د نوي رئيس پیژندغونډه

baghlan_admin
Sat, Sep 09 2023 2:11 PM
BU

د چهارشنبه ورځ د ۱۴۴۵ھ.س کال دویمې میاشتې شلمه او د ۱۴۰۲ ھ.ل کال شپږمې میاشتې پنځلسمه نېټه، مولوی صدیق الله خالدمنصور د یوې غونډې په ترڅ کې د بغلان پوهنتون د نوي رئيس په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ. د نوي رئيس په پیژندغونډه کې د دې پوهنتون پخواني رئيس پوهنمل ګل الرحمن رحماني، د ولایت مقام د دفتر رئيس، د جه ادیه مدرسې مهتمم، د سمنګان ولايت د امنیت آمر، د پوهنتون مرستیالونو، استادانو، اداري کارکوونکو او یو شمېر نورو مېلمنو حضور درلود. په یاده غونډه کې د ویناوالو له لوري د پخواني رئيس د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه او نوي رئيس ته د خدای (ج) له دربار څخه د بریا او ښه خدمت کولو د توفیق غوښتنه وشوه.

نوي رئيس مولوي صدیق الله خالد منصور د ا_ا او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه د ورسپارل شوي مسؤلیت په پار مننه وکړه او وې ویل چې د دې اکاډمیک بنسټ د لا ودې او پرمختګ لپاره به پوره زیار وباسي.

هغه له ټولو کارکوونکو، استادانو او په ځانګړي ډول له پخواني رئيس څخه وغوښتل چې په چارو کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS