د بغلان ولایت د ۱۴۰۲ھ.ل کال کانکور آزموینه د بغلان پوهنتون په حسین خیلو سېمه کې پیل شوه
د یادې آزموینې په پرانیست غونډه کې د آزموینې ملي ادارې د راغلي هيئت سربیره، د بغلان ولايت والي الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني،د پوهنې رئيس مولوي محمدنور عزیزي،د بغلان پوهنتون رئيس پوهنمل ګل الرحمن رحماني، د علمي چارو مرستیال پوهنمل دکتور نجیب الله رحمتزي، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار قاري محمد جاويد نسیمي، د پوهنځيو رئيسانو، د استخباراتو ریاست استازي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي او د آزموینې دوه تنه ګډونوالو حضور درلود