د بغلان پوهنتون رئیس او اداري مرستیال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د دې پوهنتون استادانو او کارکوونکو ته ور وپيژندل او په کار یې پيل وکړ

baghlan_admin
Wed, Feb 23 2022 9:53 AM
BU

شنبه، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰

د بغلان پوهنتون رئیس او اداري مرستیال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د دې پوهنتون استادانو او کارکوونکو ته ور وپيژندل او په کار یې پيل وکړ.

په دې مراسمو کې د بغلان پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل ډاکتر نجيب الله رحمت زي،

د ا،ا،ا رهبرۍ مقام له لوري د بغلان پوهنتون د رئیس په توګه د محترم پوهنیار ګل الرحمن رحماني او د مالي او اداري مرستیال په توګه د محترم مجیب الرحمن قلندر ټاکلو حکم ولوست او د دوی ته یې د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل.

دغه راز نوموړي د بغلان پوهنتون له پخواني رئیس پوهنیار عبدالقادر مهان څخه، د دغه پوهنتون د ښه والي او پرمختګ لپاره له صادقانه هڅو او فعالیتونو څخه مننه وکړه.

ورپسې د بغلان پوهنتون نوي رئیس پوهنیار ګل الرحمن رحماني د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ او د ا،ا،ا مقام رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د دغه ستر مسؤلیت د سرته رسولو لپاره به پرله پسې هڅې وکړي او د دیني او ملي ارزښتونو او د ا،ا،ا پالېسۍ سره سم به د بغلان پوهنتون د علمي او تحصیلي کچې د لوړولو په موخه خپل کاري پروګرامونه په لاره واچوي.

د یادولو وړ ده چې پوهنیار ګل الرحمن رحماني تر دې وړاندې د بغلان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي علومو د څانګې د علمي کادر غړی و.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS