د بغلان پوهنتون د داخلي سړک د رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د بغلان پوهنتون د داخلي سړک د رغونې پروژه د ۳ میلیونه او ۳ سوه زره افغانیو په ارزښت، د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ د بغلان پوهنتون له داخلي بودیجې څخه په چټکۍ سره روانه ده، چې ډېر ژر به يې کارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د یادونې ده چې د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ د هېواد زیاتره امارتي پوهنتونونو کې د رغونې او بیارغونې پروژې عملي کيږي.