بغلان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په مشرۍ څلور کسېزې کمېټې د بیلګه/ ممتاز محصل د غوراوي په موخه ناسته ترسره کړه.

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۸:۵۷
BU

دوه نی د ۱۴۴۶ هـ.س کال د ذوالحجه میاشتې ۵ مه، بغلان پوهنتون د بیلګه او ممتاز محصل د غوراوي په موخه د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل قاري محمد جاوید نسیمي  په مشرۍ  څلورکسیزه کمېټې د بیلګه محصل د غوراوي په موخه ناسته ترسره کړه ،په یاده ناسته کې د کمېټې غړو ( د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل قاري محمد جاوید نسیمي، د بغلان پوهنتون ریاست د دفتر عمومي مدیر ښاغلي وزیر محمد مسعود، د محصلانو چارو آمر ښاغلی عبدالرزاق کاکړ او د محصلانو چارو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیر ښاغلي عبدالله قلندر) ګډون درلود.

 کمېټې د بغلان پوهنتون د اووګونو ( ښوونې او روزنې ، انجینري ، شرعیات ، ادبیات او بشري علوم، کرنې ،اقتصاد او ژورنالېزم ) پوهنځیو د هغو محصلانو فورمې د ځانګړو معیارونو پر بنسټ ارزیابي کړې چې د بیلګه محصل په شرایطو برابر و او ځانونه یې یادې پروسې ته نوماند کړي و، غوره محصلان یې معلوم کړل ، بیا یې د هغوی سره مرکې وکړي او یو  محصل یې د پوهنتون په کچه غوره کړ.

 

د نشراتو ، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۴۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «ملي او نړیوالو مقالو ارزونې او داورۍ طریقې» تر سرلیک لاندې، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  لخوا او د علمي څیړنو معاونیت په همغږۍ علمي ښوونیز سیمینار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۰
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  له لوري د معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲۶
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC) له لوري د معلوماتي. . .

BACK TO NEWS