بغلان پوهنتون د رئیس مولوي صدیق الله خالدمنصور پیغام

۱ میاشت ago

اکاډمیک مرکزونه د هېواد د ځوان نسل د مسلکي روزنې او وړتیاوو د لوړولو لپاره هغه بنسټونه دي چې د ولس د هیلو سترګې ور اوړي او د ګران هېواد افغانستان ځلانده راتلونکی ورسره تړلې ده. بغلان پوهنتون هم د هېواد د اکاډمیکې کورنۍ په منځ کې هغه غړی دی چې له کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو مسلکي روزنې ویاړ لري او الحمدالله چې نن یې د هر پوهنځي فارغان د هېواد په ګوټ ګوټ کې په مسلکي کارونو او تدریسي چارو بوخت دي.

دا چې تېرو څلورو لسیزو ناخوالو او اشغال زموږ د هېواد په بېلابېلو برخو کې سخت مادي او معنوي زیانونه اړولي دي، ددې زیانونو یوه زیاته برخه د هېواد پوهنتونونو ته وه چې له شک پرته بغلان پوهنتون هم د خپل کاري او مسلکي بهیر په اوږدو ورڅخه خوندي پاتې نه وو.

له نېکه مرغه چې بغلان پوهنتون له تېرو دوو لسیزو راهیسې د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام او د وزارت د اړوندو ادارو په ځانګړې لارښوونه د خپلو اکاډمیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره د پوهنتون د پیاوړو او زیارکښو استادانو په مرسته نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي، خو خپلې هڅې د ځوان نسل اړتیاوو ته په پام سره بیا هم دا هڅې کافي نه بولي. د اسلامي امارت په راتګ سره ددغه غوره خدمت چانس ځکه لوړ شوی دی چې په اسلامي فکر او مسلکي پوهه د ځوانانو روزل او ټولنې ته وړاندې کول د اسلامي امارت له اساسي شعارونو څخه دی او دا اصل د اکاډمیکو مرکزونو لپاره د بشپړ معنوي ملاتړ  او روحیې مقام لري.

بغلان پوهنتون تل هڅه کړې چې د اسلامي ارزښتونو او معیاري اکاډمیکو  ارزښتونو په رڼا کې ځوانان په اسلامي او مسلکي روحیه وروزي، تر ټولو وروستۍ او اغېزناکه پوهه او فکر ور ورسوي، له شک پرته چې ددغه ماموریت او مسوولیت د سر ته رسولو په ترڅ کې له ګڼو ستونزو سره هم مخامخ شوی، خو هېڅکله به داسې نه وي شوي چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري له ورکړل شوو اهدافو څخه دې په شا شوی وی.

زموږ د پوهنتون مشرتابه او استادان پوره باور لري چې په کمو امکاناتو سره برحاله او تازه زده کړیالانو ته د زده کړې مناسب چاپېریال مساعدول، د ټولنې د مسلکي کادرونو اړتیاوې پوره کول او د ځوانانو د تحصیلي کچې لوړول یې خپل اصلي مسوولیت او لومړیتوب دی چې په دې چاره کې تل د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د دایمي پاملرنې غوښتونکی دی.

دا چې د یوه هېواد پراختیا او وده په بشپړ ډول د ځوان نسل له زده کړو او هڅو سره تړلې ده؛ نو دغه نسبتا ځوان تحصیلي بنسټ ژمن دی چې ځوان نسل ته په هر ډول شرایطو کې مناسب درسي چاپېریال مساعد کړي او د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د هغو ځوانانو هر کلی وکړي چې د خپلو لوړو زده کړو لپاره دا پوهنتون انتخابوي.

بغلان پوهنتون د خپلو ځوانو او هڅاندو استادانو، اداري پرسونل وړتیاوو او د اسلامي امارت د ځايي مشرانو پاملرنې ته په پام سره اوسنیو او نوو ځوانانو ته د غوره تحصیلي چاپېریال برابرول په خپلو بنسټيزو لومړیتوبونو کې راوړي او د دوی محترمو کورنیو او اړوندو مشرانو ته ډاډ ورکوي چې دې ارمان ته د رسېدو او د یوه پر ځان بسیا افغانستان لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

په درنښت

مولوي صديق الله خالد منصور

د بغلان پوهنتون رئیس

BU

Latest announcementsAll announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۳:۲۴
Background image

د ۱۴۰۲کال د کانکور ازموینې خبرتیا

د ۱۴۰۲ھ.ل کال د عمومي کانکور، دیني مدرسو د فارغانو، څوارلسم پاسانو او د علمای کرامو د عالیه او خامسه دورو د تثبیت آزموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کیږي چې: د معلوماتو ثبت به یې سه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د بغلان پوهنتون د ۱۴ پاسانو او شپنۍ برخې د کانکور ازموینې د ګډونوالو د پام وړ

د ځانګړې کانکور ازموینې(۱۴ پاسانو) او شپنۍ برخې نوماندانو ته خبر ورکول کیږي چې د تابعیت تذکرې له اصل سره یو ځای د فورم ترلاسه کولو په موخه له ۱۴۰۱/۶/۲۱ څخه تر ۱۴۰/۷/۱۵ھ ل نیټې پورې د . . .

تازه خبرونهنور دلته

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۴:۱
Background image

له بغلان پوهنتون څخه د لوړو زده کړو د وزير صاحب لېدنه

پنجشنبه ۱۴۴۵/ ۷ /۶ ھ.س نېټه چې له ۱۴۰۲/ ۱۰ /۲۸ ھ.ل سره سمون لري د افغانستان ا-ام.ارت د لـوړو زده کـړو وزیـر ښاغـلي شـ.يخ الحـدیث مولـ.وی صاحب نـ.داءمحـ.مد نديـ.م له بغلان پوهنتون څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۰:۱
Background image

د بغلان پوهنتون پخوانی رئيس او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ګل الرحمن رحماني د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال او مولوي نورالله درویش د شرعیاتو پوهنځي د رئيس په توګه معرفي او رسما یې خپلې دندې پیل کړې.

د دوشنبه په ورځ  د ۱۰/۳/۱۴۴۵ھ.س نېټه چې د ۳/۷/۱۴۰۲ھ.ل سره برابره ده، د بغلان پوهنتون پخوانی رئيس او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ګل الرحمن رحماني د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال او. . .

شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۴:۱۱
Background image

بغلان پوهنتون د نوي رئيس پیژندغونډه

د چهارشنبه ورځ د ۱۴۴۵ھ.س کال دویمې میاشتې شلمه او د ۱۴۰۲ ھ.ل کال شپږمې میاشتې پنځلسمه نېټه، مولوی صدیق الله خالدمنصور د یوې غونډې په ترڅ کې د بغلان پوهنتون د نوي رئيس په توګه معرفي او. . .