بغلان پوهنتون استادانو لپاره د SCL-OBE(د پایلې پر بنسټ ولاړه-محصل محوره زده کړه) تر نامه لاندې ورکشاپ پای ته ورسید.

baghlan_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۵
bu

ياد ورکشاپ د دوو تنو استادانو هر یو د کندز پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل محمد شریف حسن زوی او د بغلان پوهنتون استاد ښاغلي پوهنیار سید احمد عاصم هاشمي له لوري وړاندې شو.

د بغلان پوهنتون د استادانو مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) له لورې یاد ورکشاپ د استادانو د علمي مهارتونو او د ښوونیز بهیر د کیفیت لوړولو په موخه پیل شوی و چې په لاندې موضوعاتو لکه؛ د ښو پایلو ځانګړتیاوې، د دیپارتمنت د زده کړو پایلې، د زده کړو د موخې جوړول، د ارزونې ډولونه، د شاګرد محوري تګلارې، د بنسټیزو زده کړو پایلې، د شاګرد محورۍ د عملي کولو لارې چارې او د ځینو نورو موضوعاتو معلومات ګډونوالو ته وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

بغلان پوهنتون د ۵۴۳ تنو محصلانو د فراغت غونډه ترسره کړه

چهارشنبه، د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی‌الاول میاشتې ۲۳مه، بغلان پوهنتون د خپلو اوو ګونو پوهنځیو د ۵۴۳ تنو محصلانو د فراغت غونډه د پوهنتون د مشرتابه، د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۶
Background image

بغلان پوهنتون نویو بریالي شویو محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه.

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینې له لارې نویو بریالي شویو محصلانو ته د پوهنتون د امکاناتو، جوړښتونو، تشکیلاتو او علمي او څیړنیزو فرصتونه او د نظم او ډیسپلین لایحه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

د بغلان پوهنتون لیلیه د مسافرو استادانو پر مخ پرانیستل شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د هدایت او د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم مقام په لارښوونه او د بغلان پوهنتون د رهبرۍ د هڅو په پایله کې، د دغه پوهنتون لیلیه د ۳۵ تنو استادانو. . .

BACK TO NEWS