(له دیني، او ټولنیز اړخه د نشه يي توکو د کارونې زیانونه) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار ترسره شو!

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۲:۵۵
BU

دغه سمینار د بغلان پوهنتون د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې کميټې لخواه د دې علمي بنسټ د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو.

یاد سمینار دشرعاتو پوهنځي محصل له لوري د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو آياتونو پیل شو، د سمینار په لومړۍ برخه کې د بغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کميټې مشر پوهنمل وحدت واحدي د سمینار اجندا تشریح کړه. ورپسې د بغلان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل فخرالدین امین، له دیني اړخه د نشه یي توکو د کارونې حرمت بیان کړ، ورپسې د بغلان پوهنتون د کتابتون عمومي مدير نقيب االله نوري په نشه يي توکو باندې د ځوانانو روږدي کېدلو عوامل بیان کړل.

یاد سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسيد

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۴۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «ملي او نړیوالو مقالو ارزونې او داورۍ طریقې» تر سرلیک لاندې، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  لخوا او د علمي څیړنو معاونیت په همغږۍ علمي ښوونیز سیمینار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۰
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  له لوري د معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲۶

BACK TO NEWS