د بغلان پوهنتون محصلانو چارو مرستیال او د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس د یاد پوهنتون منسوبینو ته ور وپېژندل شول

baghlan_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۸:۸
bu

د بغلان پوهنتون محصلانو چارو مرستیال او د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس د یاد پوهنتون منسوبینو ته ور وپېژندل شول

نن پنج شنبه د ۱۴۴۳ سپوږميز کال ذي الحجې میاشتې لومړۍ نېټه چې د ۱۴۰۱ لمریز کال چنګاښ میاشتې ۹ نیټې سره سمون لري ښاغلی پوهنیار حافظ محمد جاوید نسیمي د بغلان پوهنتون محصلانو چارو مرستیال په توګه او ښاغلی پوهندوی محمد الله وردګ د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس په توګه د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنيار ګل الرحمن رحماني لخوا په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي چارو مرستیال، مالي او اداري مرستیال، د محصلانو چارو پخواني مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر استادانو او کارمندانو یې ملتیا کوله د یاد پوهنتون استادانو او منسوبینو ته ور وپېژندل شول، او د پخواني مرستیال او رئیس د ښو خدمتونو تقدیر او ستاینه وشوه

ښاغلي پوهنیار ګل الرحمن رحماني د پوهنتون رئیس په خپلو خبرو کې وویل: پخواني د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل غلام رضا صفدري او د ښوونې او روزنې پوهنځي سرپرست پوهنمل محمد حسن جعفري د تدریس تر څنګ د پوهنتون د ترقی او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، چې مونږ یې قدر دانی کوو او د الله تعالی له دربار څخه ورته د لوی اجر غوښتونکي یو.

د پوهنتون رئیس نوي معرفي شوي کسان د بغلان پوهنتون وړ او په کار پوه علمي کادرونه یاد کړل، چې په وینا یې: د یادو کسانو په تقرر او ګمارنې سره به د پوهنتون علمي او تدریسي چارې لاهم پیاوړې او منظمې شي

په پای کې دواړو ښاغلیو ته د مبارکی تر څنګ ټولو ګډونوالو د الله تعالی دربار ته لاسونه لپه کړه او د توفیق او ښه خدمت کولو دعا غوښتنه یې ورته وکړه

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۴:۱
Background image

له بغلان پوهنتون څخه د لوړو زده کړو د وزير صاحب لېدنه

پنجشنبه ۱۴۴۵/ ۷ /۶ ھ.س نېټه چې له ۱۴۰۲/ ۱۰ /۲۸ ھ.ل سره سمون لري د افغانستان ا-ام.ارت د لـوړو زده کـړو وزیـر ښاغـلي شـ.يخ الحـدیث مولـ.وی صاحب نـ.داءمحـ.مد نديـ.م له بغلان پوهنتون څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۰:۱
Background image

د بغلان پوهنتون پخوانی رئيس او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ګل الرحمن رحماني د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال او مولوي نورالله درویش د شرعیاتو پوهنځي د رئيس په توګه معرفي او رسما یې خپلې دندې پیل کړې.

د دوشنبه په ورځ  د ۱۰/۳/۱۴۴۵ھ.س نېټه چې د ۳/۷/۱۴۰۲ھ.ل سره برابره ده، د بغلان پوهنتون پخوانی رئيس او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ګل الرحمن رحماني د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال او. . .

شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۴:۱۱
Background image

بغلان پوهنتون د نوي رئيس پیژندغونډه

د چهارشنبه ورځ د ۱۴۴۵ھ.س کال دویمې میاشتې شلمه او د ۱۴۰۲ ھ.ل کال شپږمې میاشتې پنځلسمه نېټه، مولوی صدیق الله خالدمنصور د یوې غونډې په ترڅ کې د بغلان پوهنتون د نوي رئيس په توګه معرفي او. . .

BACK TO NEWS