بغلان پوهنتون کې د زمري ۲۴مه ( دفتحې) درېيمه کليزه ولمانځل شوه!

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۵ - ۱۰:۴۳
BU

د زمري ۲۴مه (د امريکا او ناټو د ماتې، د اشغال د خاتمې  او د ا-ا-ا د بریا ورځ) د بغلان پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارکونکو، دبغلان ولایت درنو علمای کرامو او د دې ولایت غیور او مجاهد ولس له لوري د بغلان پوهنتون د امام قتيبة بن سعيد بغلاني (رح) په تالار کې د یوې شاندارې غونډې په ترسره کولو سره ولمانځل شوه.

پدې غونډه کې د بغلان پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلي مولوي لعل جان راشد، د بغلان ولایت د علماوو شورا غړي ښاغلي شیخ نعمت الله راشد، د بغلان ولایت د امر باالمعروف و نهی عن المنکر رئیس ښاغلي مولوي خلیل الرحمن حقاني، د بغلان پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئيسانو، استادانو، اداري کارکوونکو، محصلانو، او د رسنیو استازو ګډون درلود.

غونډه د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي نامزد پوهنیار مولوي عبدالهادي جواد په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د بغلان پوهنتون قدرمن رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست په وینا کې د غونډې ګډونوالو، مجاهدینو او د افغانستان ټول غیور او مجاهد ولس ته د دې ویاړلې ورځې مبارکۍ ترڅنګ، له امریکايي یرغل څخه د خپلواکۍ اخیستل د ټولو افغانانو ګډ ویاړ وبالو، همدا راز ده په خپلو خبرو کې د تېر شل کلن اشغال منفي اغېزې د ګران هېواد پر تحصیلي نظام خصوصاً د بغلان پوهنتون پر وضیعت او د امارت اسلامي له راتګ سره د بغلان پوهنتون په پرمختګ او لاسته راوړنو یې خبرې وکړې.

د بغلان ولایت مقام په استازیتوب د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلي مولوي لعل جان راشد د دې سترې بریا مبارکۍ ترڅنګ ګډونوالو ته هر اړخيزه وینا وکړه.

 ورپسې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني د ازادۍ ارزښت، د فتحې ورځې د نمانځنې شرعي حیثیت، د اسلامي امارت استقلالیت او لاسته راوړنې بیان کړې.

همدا راز پدې غونډه کې  د بغلان ولایت د علماوو شورا غړي ښاغلي شیخ نعمت الله راشد د غونډې ګډونوالو ته د دوی د دنیا او آخرت د فلاح او ښېرازۍ لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.

د بغلان ولایت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس ښاغلي مولوي خلیل الرحمن حقاني په خپلو خبرو کې وویل اوسنی امنیت او د سولې فضا الهي نعمت دی، باید له الله جل جلاله څخه د دې ستر نعمت په پار شکر ادا کړو، همدا راز یې زیاته کړه چې موږ او تاسې ټول سره وروڼه یو، راځئ چې په ګډه د قومي، ژبني او سمتي تعصب لمنه را ټوله کړو.

 د بغلان پوهنتون د استادانو په استازیتوب د دې پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل معین الدین نعیمی وینا وکړه. ښاغلي نعیمي د خپلواکۍ رول د یو هېواد په اقتصادي پرمختګ، د متخصصو اشخاصو څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالي او له طبیعي منابعو څخه د ګټې اخیستنې موضوعات بیان کړل.

همدا رنګه د بغلان پوهنتون د محصلانو په استازیتوب د شرعیاتو پوهنځي محصل ښاغلي محمد عمر خبرې وکړې.

یاده غونډه کې د بغلان پوهنتون استاد ښاغلي پوهنیار نصرت الله غښتلي، حماسي شاعر ښاغلي جهادي عمري، ښاغلي محمد بابه حقيار، ښاغلي عبدالبصیر احمدزي او ښاغلي قاري حقیار لخوا حماسي شعرونه وویل شول.

غونډه د شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي مولوي نورالله درویش په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۶
Background image

بغلان پوهنتون نویو بریالي شویو محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه.

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینې له لارې نویو بریالي شویو محصلانو ته د پوهنتون د امکاناتو، جوړښتونو، تشکیلاتو او علمي او څیړنیزو فرصتونه او د نظم او ډیسپلین لایحه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

د بغلان پوهنتون لیلیه د مسافرو استادانو پر مخ پرانیستل شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د هدایت او د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم مقام په لارښوونه او د بغلان پوهنتون د رهبرۍ د هڅو په پایله کې، د دغه پوهنتون لیلیه د ۳۵ تنو استادانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

هیئت رهبری پوهنتون قندهار در یک سفر علمی از پوهنتون بغلان دیدار کرد؛ تفاهم‌نامه همکاری علمی میان دو پوهنتون به امضا رسید

امروز یکشنبه 26 محرم الحرام 1448ه.ق هیئت رهبری پوهنتون قندهار محترم پوهنیار مولوی سیف‌الله سعید، معاون امور علمی، محترم پوهنیار دوکتور رحمت‌الله پښتون معاون تحقیقات و مجله علمی، محترم. . .

BACK TO NEWS