بغلان پوهنتون د ۱۴۰۳ ھ.ل کال عمومي فراغت غونډه!

baghlan_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۴۲
BU

یکشنبه ۱۴۴۶ ھ.س کال صفر المظفر میاشتې ۲۱ نېټه چې د ۱۴۰۳ ھ.ل کال د وږي میاشتې ۴ نېټې سره سمون لري، بغلان پوهنتون کې د سږ کال فارغانو، فراغت غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د بغلان پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د ولایتي ادارو مسؤلینو، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئيسانو، استادانو، محصلانو، د فارغ شویو فارغانو کورنیو، علماوو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور د پرانیستې وینا وکړه؛ هغه په خپله وینا کې فارغانو او کورنیو ته یې د دې ستر ویاړ مبارکۍ ترڅنګ د علم پر اهمیت خبرې وکړې. ورپسې د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د غونډې ګډونوالو ته هر اړخيزه وينا وکړه.

 د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني په خپله وینا کې د افغانستان اسلامي امارت د بیا راتګ سره د بغلان پوهنتون لاسته راوړنې بیان کړې، همدا راز، ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د لوړو زده وزارت په ځانګړي توګه د بغلان پوهنتون وروستۍ لاسته راوړنې ددې ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت لوړو زده کړو ته یو ژمن نظام دی. د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار قاري محمد جاوید نسیمي  په خپله وینا کې  فارغانو ته لازمې سپارښتنې وکړې، همدا راز ښاغلي نسیمي په خپلو خبرو کې له مسؤلینو وغوښتل چې نویو فارغانو ته د کار زمینه برابره کړي تر څو دغه ځوانان د هېواد په ودې او پرمختګ کې برخه واخلي. ورپسې د فارغ شویو محصلانو د کورنیو په استازیتوب قومي مشر حاجی عبدالرحمن خبرې وکړې، ده په خپلو خبرو کې د بغلان پوهنتون له رهبرۍ او استادانو څخه د دې شانداره او پرتمینې غونډې په پار مننه وکړه. د فارغ شویو محصلانو په استازیتوب د شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ شوي محصل عبدالله وینا وکړه هغه په خپلو خبرو کې له مسؤلینو غوښته وکړه ترڅو دوی ته موکه ورکړي چې د خپل هېواد په آبادولو کې ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده چې سږ کال د بغلان پوهنتون له اووګونو پوهنځیو ( ښوونې او روزنې، شرعیاتو، ادبیاتو او بشري علومو، انجنيري،اقتصاد، کرنې، او ژورناليزم) څخه ۵۲۳ تنه فارغ شول.

غونډه دبغلان ولایت د دینی عالم مولوي عبدالرحمن عمري په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۱۷
Background image

سمینار علمی پیرامون «فقر و عوامل آن» برای محصلان پوهنځی اقتصاد پوهنتون بغلان برگزار گردید

امروز، ۲۳ ذوالحجه‌الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق، سمینار علمی تحت عنوان «فقر و عوامل آن» از سوی پوهنځی اقتصاد پوهنتون بغلان برای محصلان صنف چهارم دیپارتمنت‌های سه‌گانه این پوهنځی برگزار گردید. هدف از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۳۴
Background image

رئیس دعوت و ارشاد مقام محترم وزارت تحصیلات عالی از پوهنتون بغلان دیدار کرد

امروز سه‌شنبه 15 ذوالحجه الحرام 1447 هـ.ق، محفلی به مناسبت تشریف‌آوری محترم شیخ حکمت‌الله حکمت، رئیس دعوت و ارشاد مقام وزارت تحصیلات عالی، به پوهنتون بغلان برگزار گردید.

این محفل با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۳۰
Background image

سمینار علمی تحت عنوان «بررسی حقوقی و اجتماعی احتکار» در پوهنځی شرعیات برگزار شد.

امروز چهارشنبه 03/12/1447 هـ.ق مطابق 30/02/1405 هـ.ش، سمینار علمی تحت عنوان «بررسی حقوقی و اجتماعی احتکار» از سوی مدیریت کلینیک حقوقی پوهنځی شرعیات پوهنتون بغلان برای محصلان پوهنځی. . .

BACK TO NEWS