بغلان پوهنتون استادانو لپاره د معیاري سلایډونو جوړولو سره بلدتیا او د یو غوره او اغیز لرونکي علمي کنفرانس وړاندې کولو ترنامه لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

baghlan_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۹:۱۶
bu

بغلان پوهنتون د استادانو مسلکي پرمختیا مرکز PDC له لورې د معیاري سلایډونو جوړولو سره بلدتیا او د یو غوره او اغیزلرونکي علمي کنفرانس تر نامه لاندې علمي سیمینار د بغلان پوهنتون استادانو لپاره د یاد پوهنتون د تکنالوژۍ معلوماتي مرکز ICTپه تالار کې ترسره شو.

سیمینار لومړی د بغلان پوهنتون د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهنیار طیب مصلح له لوري د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شو، همداراز د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور د سیمینار د سریزې په اهمیت ګډونوالو ته وینا وکړه، ورپسې دبغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضي ډیپارتمنت آمر ښاغلي پوهندوی دکتور عبدالحسین سروش چې د یاد سیمینار وړاندې کوونکی هم و، ګډونوالو ته یې د معیاري سلایډونو جوړولو سره بلدتیا او د یو غوره علمي کنفرانس وړاندې کولو اړوند یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همداراز د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني د یاد سیمینار ارزونه وکړه، او په پای کې سیمنیار د خیر په دعایې سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۴۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «ملي او نړیوالو مقالو ارزونې او داورۍ طریقې» تر سرلیک لاندې، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  لخوا او د علمي څیړنو معاونیت په همغږۍ علمي ښوونیز سیمینار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۰
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  له لوري د معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲۶
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC) له لوري د معلوماتي. . .

BACK TO NEWS