بغلان پوهنتون او سلام خصوصي پوهنتون -کندز څانګې- ترمنځ د ګډو علمي څېړنیزو همکاریو تفاهم لیک لیک لاسلیک شو.

baghlan_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۳۰
BU

 د بغلان پوهنتون او سلام خصوصي پوهنتون -کندز څانګې- ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو د تفاهم لیک د لاسلیکولو په موخه جوړې شوې ناستې کې د بغلان پوهنتون رئیس مولوي صديق الله خالد منصور، دڅيړنو او علمي مجلې مرستيال پوهندوی امین الله فطرت، د سلام خصوصي پوهنتون -کندزڅانګې- رئیس ښاغلي داکټر سمع الله دانشیار او ورسره مل پلاوي یې ګډون درلود.

 بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صديق الله خالد منصور د سلام خصوصي پوهنتون-کندز څانګې- رئيس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، له سلام خصوصي پوهنتون-کندز څانګې- سره د علمي او څېړنيزو همکاریو د تفاهم لیک لاسلیکول مهم وګڼل او د دغه تفاهم لیک عملي کول یې د دواړو پوهنتونونو په ګټه او د یو بل له ظرفیتونو او امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې ګټور وبلل.

غونډه د هوکړه لیک په لاسلیک او د دعایې په  ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

د بغلان پوهنتون لیلیه د مسافرو استادانو پر مخ پرانیستل شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د هدایت او د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم مقام په لارښوونه او د بغلان پوهنتون د رهبرۍ د هڅو په پایله کې، د دغه پوهنتون لیلیه د ۳۵ تنو استادانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

هیئت رهبری پوهنتون قندهار در یک سفر علمی از پوهنتون بغلان دیدار کرد؛ تفاهم‌نامه همکاری علمی میان دو پوهنتون به امضا رسید

امروز یکشنبه 26 محرم الحرام 1448ه.ق هیئت رهبری پوهنتون قندهار محترم پوهنیار مولوی سیف‌الله سعید، معاون امور علمی، محترم پوهنیار دوکتور رحمت‌الله پښتون معاون تحقیقات و مجله علمی، محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

یکشنبه- د ۱۴۴۸ هـ س کال د محرم الحرام میاشتې ۱۲مه نېټه

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې په رسمي ډول پیل شوې.

د ازموینو د ړونتیا او منظم بهیر د رامینځته کولو په. . .

BACK TO NEWS