بغلان پوهنتون د ودانیو رنګمالۍ او ترمیم چارې پیل شوې.

baghlan_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۶
BU

نن دوشنبه- د ۱۴۴۷ ه ق کال د جمادی الثاني میاشتې ۱۲

د بغلان پوهنتون ( ادبیاتو او بشري علومو، انجینري او کرنې) پوهنځیو ودانیو رنګمالۍ او ترمیم چارې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دیادې پروژې د پیل کارونو د لیدو لپاره د بغلان پوهنتون رئیس، ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د پوهنتون اداري او مالي مرستیال، ښاغلي مجیب الرحمن قلندر او د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهندوی نجیب الله رحمتزي  د کرنې پوهنځي د ودانۍ د ترمیم چاور څخه لیدنه وکړه.

یادو مسؤلینو د لیدنې پر مهال د چارو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او اړوندو مسؤولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د کار کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو چارې په ښه ډول ترسره شي.

د بغلان پوهنتون د ودانیو د رنګمالۍ او ترمیم چارو  موخه د پوهنتون د چاپېریال ښایست، پاکوالی او معیاري کول دي.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۴۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «ملي او نړیوالو مقالو ارزونې او داورۍ طریقې» تر سرلیک لاندې، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  لخوا او د علمي څیړنو معاونیت په همغږۍ علمي ښوونیز سیمینار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۰
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  له لوري د معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲۶

BACK TO NEWS