بغلان پوهنتون د ۵۴۳ تنو محصلانو د فراغت غونډه ترسره کړه
چهارشنبه، د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادیالاول میاشتې ۲۳مه، بغلان پوهنتون د خپلو اوو ګونو پوهنځیو د ۵۴۳ تنو محصلانو د فراغت غونډه د پوهنتون د مشرتابه، د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس، د بېلابېلو دولتي ادارو مسؤلینو او استازو، استادانو، محصلانو او د فارغانو د کورنیو غړو په ګډون ترسره کړه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې د بغلان پوهنتون رئیس، ښاغلي مولوي صدیق الله خالد، فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او فراغت یې د علمي ژوند د یوه پړاو پای او د نویو مسؤلیتونو د پیل په توګه یاد کړ. نوموړي فارغان د هېواد راتلونکې وبلل او زیاته یې کړه، چې په الهي نظام کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي او د زدهکړو لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي.
ورپسې د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس، ښاغلي مولوي ولی الله طارق، د محصلانو فراغت د خوښۍ او ویاړ وړ وباله او له فارغانو یې وغوښتل، چې له خپلې علمي پانګې څخه د هېواد د آبادۍ، پرمختګ او ټولنې د خدمت لپاره ګټه واخلي.
همدارنګه، د بغلان پوهنتون علمي، محصلانو چارو او مالي او اداري چارو مرستیالانو په خپلو ویناوو کې فارغانو ته مبارکي وویله او د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د ترلاسه کړي علم د عملي کولو او د هېواد د پرمختګ په برخه کې یې د هغوی پر مسؤلیتونو ټینګار وکړ.
په پای کې د اوو ګونو پوهنځیو ۵۴۳ تنو فارغانو ته د فراغت سندونه ووېشل شول او غونډه د خیر دعایې سره پای ته ورسېده.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
