بغلان پوهنتون د ۵۴۳ تنو محصلانو د فراغت غونډه ترسره کړه

baghlan_admin
Wed, Nov 04 2026 2:58 PM
BU

چهارشنبه، د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی‌الاول میاشتې ۲۳مه، بغلان پوهنتون د خپلو اوو ګونو پوهنځیو د ۵۴۳ تنو محصلانو د فراغت غونډه د پوهنتون د مشرتابه، د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس، د بېلابېلو دولتي ادارو مسؤلینو او استازو، استادانو، محصلانو او د فارغانو د کورنیو غړو په ګډون ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې د بغلان پوهنتون رئیس، ښاغلي مولوي صدیق الله خالد، فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او فراغت یې د علمي ژوند د یوه پړاو پای او د نویو مسؤلیتونو د پیل په توګه یاد کړ. نوموړي فارغان د هېواد راتلونکې وبلل او زیاته یې کړه، چې په الهي نظام کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي او د زده‌کړو لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي.

ورپسې د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس، ښاغلي مولوي ولی الله طارق، د محصلانو فراغت د خوښۍ او ویاړ وړ وباله او له فارغانو یې وغوښتل، چې له خپلې علمي پانګې څخه د هېواد د آبادۍ، پرمختګ او ټولنې د خدمت لپاره ګټه واخلي.

همدارنګه، د بغلان پوهنتون علمي، محصلانو چارو او مالي او اداري چارو مرستیالانو په خپلو ویناوو کې فارغانو ته مبارکي وویله او د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د ترلاسه کړي علم د عملي کولو او د هېواد د پرمختګ په برخه کې یې د هغوی پر مسؤلیتونو ټینګار وکړ.

په پای کې د اوو ګونو پوهنځیو ۵۴۳ تنو فارغانو ته د فراغت سندونه ووېشل شول او غونډه د خیر دعایې سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Sep 07 2026 1:40 PM
Background image

لیلیه پوهنتون بغلان برای استادان مسافر فعال گردید

به اساس هدایت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه و مقام محترم وزارت تحصیلات عالی و در پی تلاش‌های رهبری پوهنتون بغلان، لیلیه این پوهنتون برای ۳۵ تن از استادان فعال گردید.

این. . .

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS