د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر د پیل خبرتیا!
د لوړو زده کړو محترم وزارت د پرېکړي له مخي، د بغلان پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال پسرلني سمستر درسونه د روانې حوت میاشتې ۱۶مه چې د رمضان المبارک میاشتې ۱۸مې نیټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سم پیل شول.
د یادې پرېکړې پر بنسټ، د بغلان پوهنتون له ټولو درنو محصلانو څخه په درنښت هیله کېږي چې په ټاکلې نېټه خپلو درسونو ته حاضر شي.