د بغلان پوهنتون پخوانی رئيس او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ګل الرحمن رحماني د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال او مولوي نورالله درویش د شرعیاتو پوهنځي د رئيس په توګه معرفي او رسما یې خپلې دندې پیل کړې.

baghlan_admin
Thu, Sep 28 2023 10:01 AM
BU

د دوشنبه په ورځ  د ۱۰/۳/۱۴۴۵ھ.س نېټه چې د ۳/۷/۱۴۰۲ھ.ل سره برابره ده، د بغلان پوهنتون پخوانی رئيس او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ګل الرحمن رحماني د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال او مولوي نورالله درویش د شرعیاتو پوهنځي د رئيس په توګه معرفي او رسما یې خپلې دندې پیل کړې. په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې کې د بغلان پوهنتون رئيس مولوي صدیق الله خالد منصور، د رهبرۍ غړو،‌ د څانګو آمرینو، استادانو، اداري کارکوونکو او یو شمېر نورو مېلمنو حضور درلود. د پوهنتون رئيس د خپلې وينا پر مهال په اداره کې تغيير او تبديل یو اصل یاد کړ، همدارنګه هغه د بغلان پوهنتون د پخواني علمي مرستیال پوهنمل داکټر نجيب الله رحمتزي‌ او پوهندوی داکټر عبدالواحد لیاقت هڅې د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایلې او نویو مسؤلینو ته یې د بریا دعا وکړه.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS