بغلان پوهنتون کې د ۴۰۹ تنو محصلانو لپاره فراغت غونډه ترسره شوه.

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۳۴
BU

چهارشنبه- د ۱۴۴۷ هـ.س کال د ربیع الاول میاشتې ۳مه نیټه

بغلان پوهنتون اووګونو پوهنځیو څخه ۴۰۹ تنه محصلانو د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې خپل فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

په یاده غونډه کې د بغلان ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن حقاني، د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مولوي اسدالله مصطفی هاشمي، د امربالمعرف او نهی عن المنکر رئیس ښاغلي مولوي خلیلی الرحمن راشد، د بغلان ولایت مستوفي ښاغلي مولوي محمد بشیر نعماني، د غوري سمنټو فابریکې رئیس ښاغلي انجنیر شفیع الله، د بغلان پوهنتون مرستیالانو، استادانو، محصلانو او د محصلانو د کورنیو غړو ګډون درلود.

غونډه لومړی د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، ورپسې د بغلان پوهنتون رئیس، محصلانو ته د فراغت مبارکۍ تر څنګ وویل، فراغت په اصل کې د نویو مسؤلیتونو او مکلفیتونو دوره ده، تاسو د هیواد راتلونکي یاست، او زیاته یې کړه په الهي نظام کې د ټولو حقونه خوندي دي او د زده کړو لپاره ترټولو ښه فرصت دی، همداراز د بغلان والي له محصلانو څخه وغوښتل چې خپل علم د خلکو د خدمت لپاره وکاروي او خپلو زده کړو ته د ماسټري او دوکتورا تر کچې دوام ورکړي.

په همدې لړ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس له محصلانو او خلکو څخه و غوښتل چې د اسلامي نظام تر شا ودریږي او د نظام په ثبات کې برخه واخلي، ورپسې، د اطلاعاتو او کلتور رئیس په دیني او عصري تعلیم او د مکتب، مدرسې او پوهنتون په یووالي ټینګار وکړ، همداراز، د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني، په خپله وینا کې د هیواد په تعلیمي نظام او د لوړو زده کړو د لاسته راوړنو اړوند یې لنډ معلومات وړاندې کړل او د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل قاري محمدجاوید نسیمي، په خپله وینا کې دا ډول فراغت غونډې د محصلانو د هڅونې لپاره مهمې وبللې او د محصلانو د تشویق لپاره یې د نورو ورته برنامو ډاډ څرګند کړ.

همدا راز فارغ شویو محصلانو له مسؤلینو څخه دوی ته د کار زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.

په پای کې ټولو محصلانو خپل فراغت لیکونه ترلاسه کړل او غونډه د شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي مولوي نورالله درویش د خیر په دعایې سره پای ته ورسیده.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۱۷
Background image

سمینار علمی پیرامون «فقر و عوامل آن» برای محصلان پوهنځی اقتصاد پوهنتون بغلان برگزار گردید

امروز، ۲۳ ذوالحجه‌الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق، سمینار علمی تحت عنوان «فقر و عوامل آن» از سوی پوهنځی اقتصاد پوهنتون بغلان برای محصلان صنف چهارم دیپارتمنت‌های سه‌گانه این پوهنځی برگزار گردید. هدف از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۳۴
Background image

رئیس دعوت و ارشاد مقام محترم وزارت تحصیلات عالی از پوهنتون بغلان دیدار کرد

امروز سه‌شنبه 15 ذوالحجه الحرام 1447 هـ.ق، محفلی به مناسبت تشریف‌آوری محترم شیخ حکمت‌الله حکمت، رئیس دعوت و ارشاد مقام وزارت تحصیلات عالی، به پوهنتون بغلان برگزار گردید.

این محفل با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۳۰
Background image

سمینار علمی تحت عنوان «بررسی حقوقی و اجتماعی احتکار» در پوهنځی شرعیات برگزار شد.

امروز چهارشنبه 03/12/1447 هـ.ق مطابق 30/02/1405 هـ.ش، سمینار علمی تحت عنوان «بررسی حقوقی و اجتماعی احتکار» از سوی مدیریت کلینیک حقوقی پوهنځی شرعیات پوهنتون بغلان برای محصلان پوهنځی. . .

BACK TO NEWS